

کامګار خټک
بلبلان
که له ګلذاره مومي حظ
عاشقان ستا له ديداره مومي حظ
بې
له تا په ما د ګلو باغ زندان دی
ماهي کله بې رودياره مومي حظ
زړه
مې بې ستا له رخساره ارام نه کا
سمندر غوندې له تاره مومي حظ
که
جمال د يوسف نه ويني په سترګو
زليخا يې له غباره مومي حظ
چې
په تېغ د عاشقۍ څوک شهيد شي
درست عالم يې له مزاره مومي حظ
چې
سبق د يار د مخ په مصحف واخلي
همېشه يې له تکراره مومي حظ
لکه
ابر د بهار همېشه ژاړه
په ژړا د يار کامګاره مومي حظ