...

کامګار خټک

چې مې وليده نوخط
 شوم بې عقله مخبط

ستا په مينه کې شوم ياره
 الف توری بې نقط

په پوښتنه زما راغلې
 که دې لار کړله غلط

سر مې بايله ستا په مينه
 قلم څه په کار بې قط

عاشق کله وي چې ډار که
 د معشوقو په مسخط

واړه زار که له هجرانه
 آواز غوږ کړه دير بط

زه کامګار ترې وتی نه شم
 د عشق بحر دی بې شط