...

کامګار خټک

چې زخمي زړونه ګنډي لکه خياط
 بې پوښتنې به تيريږي په صراط

غم خوښي د دنيا واړه ګډران دي
 څوک به څه کا په دنيا غم و نشاط

څرنګ راشي هسې درومي، بقا نه کا
 زنده سردي کارواني د نيا رباط

دنيا درسته په غمونو آلوده ده
 نادانان ترې اميد کا د انبساط

اطاعت که چې بادشاه د بحروبر شې
 که سره سپين درڅخه نه شته يو قيراط

دا فلک به يې په مخ د مرګي مات کا
 که بادشاه وي که فقير په دا بساط

شپه تاريکه لار باريکه ته روان يې
 هر قدم کړه ځيګرخون په احتياط

له افراطه له تفريطه کناره شه
  په دا ټولو کې بهتر ګڼه اوساط

که د بدو نوم دې خوښ نه دی کامګاره
 له بدانو سره مه کړه اختلاط