...

کامګار خټک

چې جدا شوم زه بلبل ستا له رياض
 زړه مې غوڅ کړ د هجران په تېره مقراض

ما په خپله د تا مينه غوره نه کړه
 په ازل مې دا نصيب کړ رب فياض

مګر بيا دې د رقيب خبره پند کړه
 چې خبره درته کړم کوې اغماض

ستا له مخه به څوک څه برابري کا
 ته جوهر يې که نور ښکلي دي اعراض

نمر له شرمه په پرده کې د سحاب شه
 چې يې وليدو د تا د مخ بياض

چې هميش دې کړ صفت د تورو زلفو
 ګويا مشک مې دي توی کړي په بیاض

که کامګار د جدايۍ له رنځه خلاص شي
 ورته سهل دي همه واړه امراض