

کامګار خټک
که
ځان ډوب کړې په درياب کې د رياض
قيمتي دُر به را وکاږي غواص
په
یقين سره هغه طلب اکسير کړه
چې دا قلب صورت د زر کاندي رصاص
لا
به کله را ښکاره لږ څه نمر شي
چې له تا به نه يې زړه شي بيا رقاص
د
پتنګ د مرګ لپاره شمع سوی شي
ښه چې نه شته د عاشق خون بې قصاص
د
جنون په بلند بام باندې که خيژي
يو ځل پښه کړه له ګذر د عقل خاص
زړه
په عشق سره ژوندي وي، عشق مرګ وي
دا خبره د عاقل د خولې ده خاص
عوام
کله په ښه بد باندې پوهيږي
زه کامګار خبره تا ته کړم خواص