...

کامګار خټک

دلربا چې مشکين خال په جبين کېښود
 په خاطر يې زما داغ آتشين 
کېښود

چې په زړه مې ستا د مينې آتش بل شو
 کناره يې له زړه صبر تسکين 
کېښود

د فراق په تېره توره مې سر بېل شو
 که بې تا مې د راحت په بالين 
کېښود

سر و مال د تش ديدن بها اخلې
 په دا دور دې دا به قوانين 
کېښود

چې جمال دې برهنه شه له نقابه
 په ادب ورته مخ نمر په زمين 
کېښود

څو صفت کړم ستا د حسن خود ښکاره دی
 چې لاله غوندې يې داغ په نسرين 
کېښود

د ختا د ملک هوسۍ په کې بندي شوي
 چې دې دام په مخ د مشکو د چين 
کېښود

څه عجب که د قالين تصوير ګويا شي
 چې قدم دې د مسند په قالين 
کېښود

د کامګار يې و جواب ته څه امکان دی
 چې سعيد په پښتو ژبه تزئين 
کېښود