...

کامګار خټک

په يوه نګاه مې زړه دلربا يووړ
 هيڅ عجب نه ده که خس کهربا يووړ

د پتنګ قصاص څوک نه غواړي له شمعې
 څه شو يار که له ما زړه په خندا يووړ

هغه زړه چې وي خالي له محبته
 د حباب په څېر ښکاره شو دريا يووړ

زړه مې ستا له مستو سترګو هسې مست شو
 چې د زلفو جيل ته ترکو په شا يووړ

چې په مښل يې ړندې سترګې بينا کيږي
 د قدم خاورو يې آب له طوطيا يووړ

وېرېدم که ستا د زلفو له زنځيره
 دا ځيرک مارغه و دام ته قضا يووړ

دا ستم چې مې ستا وړی دی درست عمر
 ناروا شه چې که يوه لحظه چا يووړ

ډېرو ښکليو مې په زړه د ښکار هوس که
 ستا د سترګو باز تر واړو په خوا يووړ

ستا د وروځو محراب هسې رنګ دلکش دی
 چې حضور يې د نمانځه له پارسا يووړ

نيمې شپې مې کوی ته مه راځه کامګاره
 په نارو دې خوب له سترګو زما يووړ