

کامګار خټک
که
مونده شي يار په سر
سر مې زار شه تر دلبر
چې
وصال يې د يار بيا موند
هغه کس دی بختور
لوی
دولت لرم په عشق کې
اوښکې لعل ګوهر نه زر
هر
ګزنه وينم په ځان کې
بې له عشقه بل هنر
شپه
د هجر شوه درازه
مخ ښکاره کړه لکه نمر
ستا
غلام يم بيا په څه
شوې له مانه مرور
ستا
د مخ له شرمه پټ شو
په وريځې کې قمر
چې
يې بوی د زلفو راشي
تمام ملک شي معطر
خال
د يار د وروځو ګوره
خطيب ناست دی په منبر
ستا
تر قده پورې هيڅ دي
د بوستان چينار عرعر
ما
و نه ليد په جهان کې
بل د تا غوندې بشر
تل
زاري کړم که مې خدای که
ستا له وصله بهرور
کامګار ځان تر ياره زار کړه
که يې نه دُر له ګوهر