...

کامګار خټک

توبه وکړمه له ښکليو قسم هم لا
 يوه ورځ مې صبر نه شي يو دم هم لا

دلبران په عاشقانو مهر ډېر کا
 يار په ما باندې ډېر نه کاندي کم هم لا

چې يې خط د يار د مخ د مصحف وکېښ
 د کاتب ګوتې مې کښل کړې رقم هم لا

که هر څو خلک مذکور د مجنون کاندي
 عشق يې کله زيات له ما نه وسم هم لا

د پرهار دارو مې ځکه طبيب نه کا
 چې يې ګوتې باندې سوځي مرهم هم لا

درسته شپه زه فريادونه کړم له درده
 په درست کور مې خوب حرام کړم په چم هم لا

چې د عشق د اور ګرمې مې وليدله
 سقر سوړ دی ور نه ډېر جهنم هم لا

نن مې ډار ته د خپل زړه د شوق حال وکېښ
 زړه مې وچاود له فراقه قلم هم لا

په کامګار باندې هغه رنځوري راغله

 چې فرهاد يې دی وژلی آدم هم لا