...

عبدالقادر خان خټک

دا زما خاطر زبون دی
 دی له عقله ډېر بيرون دی

په دنيا پسې مجنون دی
 څه اميد په دا ژوندون دی

نن ديدن ګانده بېلتون دی

خبر شه د نوح له حاله
 چې یې عمر وو زر کاله

نه شو خلاص د مرګ له جاله
 په ارمان لاړ له عياله

نن ديدن ګانده بېلتون دی

که څوک سيل د ګلزار کا
 ننداره د نوبهار کا

که پرې غوږ د زړه بيدار کا
عندليب هسې چغار کا

نن ديدن ګانده بيلتون دی

په پسرلي ګلونه وا شي
 په څرنګ یې تماشا شي

چې خزان ورباندې راشي
 تورې خاورې د صحرا شي

نن ديدن ګانده بېلتون دی

که په حسن لکه نمر شي
 تر يوسف ښایسته تر شي

خو چې قبر لره ورشي
 تورې خاورې یې په سر شي

نن ديدن ګانده بېلتون دی

که د مرګ خواري تر زړه کړې
 کور به وران د دنيا ته کړي

خوشحالي به نوره نه کړې
 تل به دا ذکر په خوله کړې

نن د دين ګانده بېلتون دی

چې جدا ياران تر زړه کړم
 په ژړلو لېمه سره کړم

څو ژوندون په دنيا زه کړم
 آشنایي به نوره نه کړم

نن ديدن ګانده بېلتون دی

که هر څو نازک بدن شي
 لکه ګل هسې په تن شي

چې لحد د ده وطن شي
 د چمبيو په خوردن شي

نن ديدن ګانده بېلتون دی

که څوک جوړ لوی عمارت کا
 تر کسری یې لازينت کا

په مثال یې د جنت کا
د مرګ سيند به یې لت پت کا

نن ديدن ګانده بېلتون دی

اې چې خان او ملک نومي
 په دماغ په کبر دُرومې

تل به دا خوښي نه مومې
 بند به شي د مرګ په لومې

نن ديدن ګانده بېلتون دی

په دنيا کې که قارون شي
 لا تر ده نه هم افزون شي

چې و قبر ته یې يون شي
 خالي لاس به ترې بېرون شي

نن ديدن ګانده بېلتون دی

که ته ټولې کړې نګارې
 ښایسته پري رُخسارې

پس له تا به شي دوی خوارې
 يا به شي د نورو يارې

نن ديدن ګانده بېلتون دی

که سل زر دې فرزندان شي
 لا به دوی په مرګ طوفان شي

ستا خاطر به پرې بریان شي
 لا به پاتو يتيمان شي

نن ديدن ګانده بېلتون دی

ای زما ناپوهه دېله
 نصيحت له مړو اخله

څو دنيا یې ټولوُله
 لاړل دوی دایې پريښوله

نن ديدن ګانده بيلتون دی

که دوړاندی یې هاتيان ځی
 پسی دوی په تخت روان ځی

لور په لور یې سپايان ځی
 خوبه ګوښی له جهان ځی

نن ديدن ګانده بيلتون دی

که هر څو یې دولت ډير شی
 د حساب تر شماره تير شی

چې د مرګ ستاځی وير شی
 پری به زهر يا ګنډير شی

نن ديدن ګانده بيلتون دی

هر چې نغوته د خپل نس کا
 د دنيا هوا هوس کا

بيهوده چاری عبث کا
 فرياد هسې رنګ جرس کا

نن ديدن ګانده بيلتون دی

چې به خوا ناخوا تری ځينه
 نه دې کا په دنيا مينه

ځان دې تلونی وُګنړينه
 د قيامت په غم دې شينه

نن ديدن ګانده بيلتون دی

شپه او ورځ د عبادت کا
 ترک دې واړه معصيت کا

ځان دې جوړ په شريعت کا
 تل دې زړه ته نصيحت کا

نن ديدن ګانده بيلتون دی

ای خوب وُړيه زړه بيدار شه
 د خپل ځان په غم ګرفتار شه

له ګناهه توبه ګار شه
 تل په ذکر د قهّار شه

نن ديدن ګانده بيلتون دی

ځبله مه تار پّ تاريږی
 ياران يو تر بل ځاريږی

هيچری مه ويزاريږی
 ويراز څه مه آزاريږی

نن ديدن ګانده بيلتون دی

چې ته وایې چا ته ياره
 نور د نيا کا تر ده ځاره

سرښنده د يار د پاره
 زړه ساتل غنيمت شماره

نن ديدن ګانده بيلتون دی

سترګی وخوری دواړه توری
 چې باقی په فانی پلوری

په دنيا پسی تل ښوری
 دی دنیا وته نه ګوری

نن ديدن ګانده بيلتون دی

ای چې ناست یې په تخت باندی
 په شاځی په قهقهه خاندی

ځایې دې دی تر خاؤرو لاندی
 مرګ تل دا ډنډوره کاندی

نن ديدن ګانده بيلتون دی

چې جُدا له ما محرم شو
 يو په سله می الم شو

زما زړه جونګړی د غم شو
 چې قایل په دا قلم شو

نن ديدن ګانده بيلتون دی

ای زما دېلبره راشه
 مانړی مه کوه په خلا شه

وُمو سيږه په خندا شه
 خو په خوا را سره بيا شه

نن ديدن ګانده بيلتون دی

ځی می وُښکی لهر لهر
 وران می شوی د خاطر ښهر

ناست په غاړه وُم د نهر
 دا آواز یې کړو په جهر

نن ديدن ګانده بيلتون دی

څوک چې غوږ په دا بيان کا
 څه اُميد به په جهان کا

کور به دی د دنيا وران کا
 دا ویېل په هر زمان کا

نن ديدن ګانده بيلتون دی

که په حسن لکه نمر شی
 تر يوسف ښایسته تر شی

خو چې قبر لره ورشی
 توری خاؤری یې په سر شی

نن ديدن ګانده بيلتون دی

زه عبد القادر نه ښایېم
 چې خپل شعر چا ته نمایېم

خو میېن په دا وينا یېم
 هر زمان یې ځکه ستایېم
نن ديدن ګانده بيلتون دی