

عبدالقادر خان خټک
له
اوله سخن سبح اندېښنه وکا
له غه پسه را بيرون آواز تر خوله کا
هرګز نه وهي هوښيار تر فِکره دم
پاخه وايه که لارغه وایې څه غم
اول
فکر کړه بيا پس وهه نفس
پخوا بس کړه چې څوک ووایې چې بس
په
خبرو سړی نه وي له دوابه
دواب ښه تر تا که وایې بې صوابه
اول
فکر بويه پس وايه ګفتار
بنياد کيږدي بيا پرې ساز کاندي دېوار
چې
بې فکره څوک آواز تر خولې بيرون کا
دا رنګ خوی يا یې احمق يا یې مجنون کا