...

عبدالقادر خان خټک

پلار چې هومره ډېر مشفق دی په فرزند
 که عصيان د ده له زويه شي څرګند

البته د ده د بخرې نقصان وکا
 د بل زوی په دې زويه رجحان وکا

هسې رنګ له يار له ياره لږ آزار شي
 و هر چا و ته کیني ځنې یې زار شي

هسې ورور چې یې زوولی وي له موره
 په لږ څه یې په زړه بد شي نور یې ګوره

په خدمت کې که سستي خدمتګار وکا
 خپل صاحب یې کمامت د ادرار وکا

اما خدای زمونږه هسې مهربان دی
 چې کرم یې په ښه بد باندې يکسان دی

رزق روزي و ښو و بدو ته ورکوينه
 په ګناه د هيچا رزق نه ورکوينه

بهره مند د ده له خوا نه کل عالم دی

 که سړی دی که پرې که ګرم ناګرم دی