...

عبدالقادر خان خټک

په قيامت به وي د عرش تر سيوري لاندې
 بادشاهان چې عادلان شي عدل کاندي

په هر قوم چې کرم د کردګار شي
 سرداران به یې دينداره نېکوکار شي

ښه حاکم رحمت په خلقو د سبحان دی
 بد صورت که د انسان لري شيطان دی

نشانه د خدای د قهر بد حاکم وي
 چې هيڅ عدل انصاف نه لري ظالم وي

په هر لوري کا د ظلم لمبې بلې
 په کې زړونه د عالم کا جلي بلې

که هر څو وطن شيرین وي خو یې پرېږده
 چې یې چرته آرام شي هورې ته لېږده

ظالمان جان و جهان لره بلا دی

 هغه خوار شول چې په ظلم مبتلا دی