

عبدالقادر خان خټک
رڼا ورځ په ما بې تا ده توره تمه
راته يو شو د غمو غرونه، سمه
وُښکې
وينې تويوم د زړه له نمه
یو زمان مې خلاصی نه وي له المه
زه
دې وينمه د خوږ زړونو مرهمه
فراق
ډېر راباندې زور شو نه سهېږم
شپه او ورځ لکه باران هسې ورېږم
تود
لوګی مې له خولې ځي په زړه ورتېږم
په راتلو دې لکه ګل شګفته کېږم
بړ
بړ رایشه آشنا صبا قدمه
چې
خوراک یې همېشه خون د ځيګر وي
تل فرياد، تل په ژړا په نارو سر وي
تر
مجنون او تر فرهاد یې حال بدتر وي
د مهجور تر زندګي یې مرګی بهتر وي
که
سينه یې ستي کيږي نه ده ګرمه
که
هر څوک د خوښۍ ډکې پيالې شومي
عاقبت به یې له غمه وُچ شي کومي
له
دنيا به هوښيار څرنګ خوښۍ مومي
چې د سترګو په ځمبل له سړي درومي
دل
بستګي پرې پورې مه کوه آدمه
د دنيا
د مينې سخت زبون بنيادی
په دنيا میېن بنده دی، نه آزاد دی
د
دنيا دولت په مثل لکه باد دی
په دنيا چې یې زړه، د هغه ناښاد دی
کله
مخ کا کله څټ کاندي له همه
ستا
میېن به همېش خوار خسته په زړه وي
تل په غم تل په آشوب کې وي خو ژوي
خوار خسته
حيران پريشان به لکه زه وي
تر هغه به بل نادان په جهان نه وي
چې
به تا و ته لري د وفا طمعه
څو
عاشق د يار په مينه کې خواريږي
خپل پردی ورځنې عار کا ويزاريږي
لایې
عشق د معشوقې ته اظهاريږي
په خپل يار چې ستم نه کړي آزاريږي
چرې
نه وي لاس کوتاه کړي له ستمه
که
هر څو په جهان ډېر دی نګارې
آهو چشمې، مُوکمرې، پريوارې
مه
جبينې، تن سمينې، ګل رُخسارې
مخ نسرينې، سروِ قدې، خوش رفتارې
د
ښایست وينا په تا باندې شوه تمه
شرمنده
دې تر ښه مخه ګلزار وينم
چې بې ستا له مخه ګل د بهار وينم
د
هر ګل پاڼې په زړه لکه خار وينم
د زلفينو تر حلقو دې عذار وينم
که
سمن دی ستا په زلفو کې منمه
راشه
څه وایې چې وېره د ځان مه کړه
د خپل يار په محبت کې نقصان کړه
هيڅ
و ما ته له دې بابه بيان مه کړه
که مې سر ځي که مې مال ځي ګومان مه کړه
چې
به مينه شي زما له ياره کمه
که
له عشقه شي سنسار عبدالقادره
د منصور غوندې په دار عبدالقادره
په
نار وسوزې په نار عبدالقادره
مه کړه بې عشقه بل کار عبدالقادره
د عشق چار په لاس کې ونيسه محکمه