...

عبدالقادر خان خټک

حاکمان او عالمان د دې زمين
 چې ليدل شي په دوران د محي الدين

هيڅ حاجت د عيان نشته و بيان ته
خود یې حال دی و هر چا و ته مبين

همګي واړه مذموم په خوی خصلت دی
 پکې يو نشته بادشاه ته د تحسين

زه به هم يو څو خبرې له دوی وايم
 چې نن عقل زما زړه ته کړي تلقين

علماو فضلاو نه یې نفرت دی
 په مجلس کې یې ارذال کيني مکين

و بله وار نه ورکوي په پوچ ویلو
 غوږ کاڼه کا چې مذکور کيږي د دين

د راجپوت د رافضي په استقبال ځي
 عالمانو ته هسک نه کاندي سرين

د مسجد په لوري شَل شي نه ور درومي
 تل یې اس په پوچو چارو پسې زين

کله کله چې سر ووهي په مزکه
 سل منته ږدي په رب العالمين

څو د خلقو آزار ډېر کا د ده خپل وي
 په نيک خواه د عالم تل وایي نفرين

د رشتيا خبره زهر، ځنې مرينه
 خوش آمد دروغ تر شهدو پرې شيرين

هم هغه چې خوشامد کا مصاحب وي
 لا ترې وي چې بد ویلو ځنې خوړين

په ميدان یې شغالان په برېتو ميژي
 د قالين مزري مزري وي د قالين

تل یې هجو د سخي د مړني وي
 د ممسک د بېدلانو کا تحسين

همېشه د ځان صفت د بل غندنه
 خود پسند وي، خودنما یې وي خويشتن بين

د محنت په ساعت ځي تحت الثری ته
 د  راحت په وخت قدم ږدي په پروين

که دولت یې لکه بحر بې پايان شي
 بيا سایل وته جين راوړي په جبين

چې فقير یې په در ورشي ورکړه پرېږده
 په شيرين ویل یې نه کا زړه شيرين

يو درم یې په ځای نه درومي له کوره
 تل بيځايه ورکول د ده آیېن

خرڅ یې واړه په لباس او په زيور وي
 لکه ښځې آرایش کاندي تزیېن

د يوې روپۍ په ځای چې لسی اخلي
 هم هغه په رعايا کاندي آمين

د دهقان په خوارول یې سترګې سرې شي
 په پټي چې زراعت وويني شين

پيشکاران یې په آبرو اشارت وکا
 چې څوک وويني اغوستی نمری سپين

رعيت چې داد خواهي لره ورځينه
 کهين واغوندي کور ږدي نمری مهين

ځان او مال یې له کفارو په امان وي
 ديو بدبختو تاخت تاراج کړه مؤمنين

د مجرم جرم لا نه وي ثابت شوی
 براتيان یې په کور باندې تعين

رعيت د دوی دښمن وي دوی د ديو
 دوی و ده و ته، دی دوی ته کا کمين

هر ظالم چې تعدي په رعيت کا
په قيامت به یې مقام کاندي سجين

که باور دې په دا نه شي ورشه ګوره

 په قرآن کې بِیسَ مَثوی الظَّالمِين