...

عبدالقادر خان خټک

مرغلره وليده شوه په پيزوان کې
 که غوټۍ وه د شبنم په ارغوان کې

د خطا د ملک کبلی یې دواړه سترګې
 چې تل څرکا په سُنبل او په ريحان کې

ستا د وروځيو تشبيه نه مومم په دور
 لږ و ډېر مې دی موندلی په آسمان کې

څه نسبت د يار د غاښو په ګوهرو
 دا په نس کې د صدف غاښ په دهان کې

چې له شونډو یې نسبت کړه سخندانو
 شرمنده شه، لعل ننوت په کان کې

د لذت بيان یې څوک کولی نه شي
 د جنت د خوږو خوند ستا په لبان کې

ستا رخسار و ته حيران د خداي و کړه ته
 چې وېښته ساتي له اوره په امان کې

تماشې مې د جهان د کښليو وکړې
 نشته تا غوندې يوګل په ګلستان کې

په دا شکر چې اوږدې زلفې یې درکړې
 پرې وکاږه ډوب په چاهِ زنخندان کې

حاضران د حيرت ګوته په خوله لال دی
 غایبان دې تمثيل راوړي په بيان کې

سترګې غوږ عبد القادره! دواړه بند کړه
 دا هغه به دواړه وويني په ځان کې