

عبدالقادر خان خټک
د
رحمت درياب هغو و ته په جوش دی
چې وایم ژړا زګېروی کا په خروش دی
لا
تخف ولا تحزن د هغو بخره
چې له ډېره غمه نيش پرې باندې نوش دی
له
پيشو یې وېره شي له مزري نه شي
چې بې خدايه وېره کا په معنی موش دی
د
دنيا په سرای کې مخ وآخرت ته
کاروانونه ملي لېږدي چوشا پوش دی
چې
به پروت و لب په لب له لب شکرو
نن په څو له تورو خاورو هم اغوش دی
په
بها یې دواړه کوَنه ور کول شي
که پياله یې څوک اخلي مۍ فروش دی
بيا
به نه مومي زنځير د يار د زلفو
چې په سر کې یې لا پاتو عقل و هوش دی
د
سکوت هنر له ګل واخله بلبله!
چې په سل ژبې آواز نه کا خاموش دی
اوس ښکاره عبدالقادره مۍ نوشي کا
چې صاحب د ګناه بخش و خطا پوش دی