

عبدالقادر خان خټک
دا
څه خوی دی ښایستهووؤ عادت ستاسې
چې همېش وي له عاشقه شدت ستاسې
سر
و مال ښندل زينت د عاشقانو
عنايت، مهر، نمنځنه زينت ستاسې
نتيجه
یې نور څه هيڅ نه وي بې سوزه
په معنی کې لکه اور دی قربت ستاسې
چې
پتنګ غوندې ځان وسيزي ايرې شي
هم هغو ته مُيسر شي وصلت ستاسې
د
حرفونو لوښی تنګ معنی یې ډېرې
په بيان نه ادا کيږي صفت ستاسې
ګل
څه، خاروخس به هم واړه خوشبو شي
که نسيم په چمن راوړی نګهت ستاسې
چې
شاعر یې له څه څيز سره تشبيه کا
هومره نه وي نزاکت لطافت ستاسې
ترحم
یې له احواله څه خوبانده دی
چې ولاړ وي شپه او ورځ په خدمت ستاسې
کله توان عبدالقادر لري د شعر
ويوی مې هومره ډېر محبت ستاسې