...

عبدالقادر خان خټک

د خاطر مې له اندوه څه اندوه دی
 په سيلۍ جنبش د کاه شي نه د کوه دی

لاس خالي دننه زړه یې ډک د مينې
 بې پيونده آزاده عجب ګروه دی

د فقير له غمه څه چې غمګين اوسي
 په خاطر د دنيادارو غم انبوه دی

چې خبر یې شي له مکره ځنې تښتي
 د دنيا ياري ياري مه ګڼه دروه دی

مال و ملک حشمت یې هيڅ پکار نه دی
 هر بادشاه له دنيا ولاړ په آه اوه دی

مراد بخش مراد بيا نه موند نامراد شو
 سينه داغ ځنې جدای دارا شکوه دی

خور مې د شاه جهان، جهان پری نه خوه

 اورنګزيب په څه خوشي کاندي که پوه دی