

عبدالقادر خان خټک
اشتياق
د ليدو ډېر دی
د بيان تر حده تېر دی
دا
ګومان کړه له زړه لرې
چې مې يار له دله هېر دی
زړه
مې غوڅ کا صورت روغ دی
د هجران عجب شمشير دی
که
ژوندون تر هرڅه خوږ دی
بې تا زهر يا ګنډېر دی
هوس
نه پريږدي چې ورشي
د غم کوټ تر زړه چاپېر دی
کشمير
هم په مهجورانو
رنتمبور او ګوالېر دی
د
زړه سوی دی چې بې ياره
که په سوات که په بونېر دی
سترګې سرې عبدالقادر کا
د هجران په غم کې ګېر دی