

عبدالقادر خان خټک
چې
په واړه کښلو بَر دی
هم هغه زما دلبر دی
برخوردار
به ځنې ډېر شي
سر تر پايه واړه بر دی
مخ
یې نمر شونډې یې لعل
قد یې سروه سمنبر دی
چې
قانع په خشک و تر شي
هغه شاه د بحر و بر دی
چې په بدو باندې ښه کا
هغه وګڼه چې بر دی