

عبدالقادر خان خټک
حال
مې تا و ته معلوم دی ته مې وينې
چې ژوندون مې دی د خپل میېن په مينې
عشق
مې ځايي په رګ او پلو کې زما ونيو
ترې به ووځې حاله چې ووځې وينې
دا
زهوب زما د زړه له داغه درومي
لا مې سرې وښکې له سترګو ځي که سپينې
چې
دننه زړه یې خوږ شي زړه مې خوږ شي
چې خبر به شي زما له سينې خوړينې
چې
صفت د کوثر کاندي رنځوران دي
ستا د خولې لاړې تر هر څه دي شيرينې
ملوکان
یې هيڅ له قدره خبر نه شول
تر ململ دي غباري جامې مهينې
په
کاږه کاږه کاته یې شيخه غلط مه شه
تل فتنې لري لا سترګې شرمګينې
د نګاه په تېغ دې غوڅ عبدالقادر کړ
پرې ملهم د شونډو کېږده دل سنګينې