...

عبدالقادر خان خټک

چې يو ځل یې د غمزې په تېغ زخمي کړې
 له احواله یې بيا ولې بې غمي کړې

ستا په راغله مې د خوږ خاطر صحت شي
 په خالي راتلنه هسې بې رحمي کړې

يوه ورځ به دې زړه تور کاندي له ما نه
 چې غماز سره دا هسې محرمي کړې

زما زړه لکه غمی و د ياقوتو
 د ازل نقاش ته ليک په دا غمي کړې

شيخه! درغلم سرې شونډې سترګې تورې
 راته څو د پارسایي یې محکمي کړې

په هر دَم دې منت بار يم د يار غمه
 چې له دم سره مې هسې همه مې کړې

ته رښتینی یې هاله عبدالقادره!

 که په عشق کې مې اختياره بدنامي کړې