

عبدالقادر خان خټک
لا
به کله باران وکړې چې به سوي بوڼي شنه کړې
ستا و رحم و ته ګوري په کريابو رحم وکړې
په
درګاه درته پراته دي هم له تا نه په غوښته دي
ستا و داد ته یې کاته دي پخپل داد مې
زړونه ښه کړې
نامراد
که په مراد دي، که ښادمند دي که ناښاد دي
واړه تا ته په فرياد دي، د همه وو زېرمه ته
کړې
مسلمان
که کافران دي عاصيان که مطعيان دي
رزق خوړوني ستا د خوان دي، رزق له هيچا درېغ
نه کړې
زېږوي
چې اور له خسه، ورځ پيدا د شپې له نسه
ښکاره شهد له مګسه، په قدرت وينې شوده کړې
چې
په چا نشي په تا شي، چې په تا کيږي، په چا شي؟
په حيرت ورته دانا شي، ربه هسې رنګه کړه
کړې
زه عبد القادر بدکار يم، معصيت کړم ګنهګار يم
بيا له تا نه اميد وار يم، پخپل فضل مې زړه
ښه کړې