...

عبدالقادر خان خټک

بيا دې زلفې په قليلو سره تَر کړې
 کوم نيک بخت وي چې به غېږ یې معطر کړې

لږ نظر مې په حال کړه ذره مثال يم
 په دا شکر چې یې ته د حسن نمر کړې

باده! ګرد یې د کوڅې را لره راوړه
 چې محلت مې په عنبرو معتبر کړې

شکر خدای له چې ته سر یې کړې د کښليو
 بيا له پسه یې زما د زړګي سر کړې

بوی به ستا د محبت ځنې روان شي
 که پاره مې د نافي په دود ځيګر کړې

په نازکو شونډو بار د پانو مه ږده
 خدای چې شونډې و تا سرې بې پاڼو درکړې

صنوبر غوندې پرې زړونه اويزان شول
 په ښه قد یې په مثال د صنوبر کړې

سر هاله لرې سودمند عبد القادر ته

 که په تور د محبت یې چېرته ورکړې