...

عبدالقادر خان خټک

که په ژبه دې نوم نه اخلم هيچیرې
 په تش نوم به دې هم سود کوم دلبرې

اې له سترګو بېرته هر زمان زړه ته حاضرې
نه له تا زه لرې يم، نه زما نه لرې

د زاهد د سترګو آب هومره په ځای دی
 څو یې سترګې باندې نه دي برابرې

قراري آرام یې ورک شي تل تر تله
 چې په زړه یې ستا د غم شتي شي سرې

شونډې ستا لکه نبات هسې خوږې دي
 تلخ ویل ځنې نه ښایي لب شکرې

که مې سيخ په سترګو ښخ کا خدای دې نه کا
 چې به سترګې کړم له تا نه لرې برې

د بڼو سيوری دې خار په پښو څرخيږي
 له حيا چې کوز کوز ګورې ناز پرورې

د خطا د ملک نافي واړه خجل شي
 بار چې ستا زلفې خورې کا معتبرې

که دې چېرې د آشنا په کوی ګذر شي
 د صبا باده! زما سلام پرې وَرې

زه به څه ځنې ماڼې کړم، يو زه نه يم
 په غمزو یې خلق کړلې ډبرې

خشک و تر عبدالقادر د دنيا پرېښول

 ورته بس دی وچې شونډې سترګې ترې