

عبدالقادر خان خټک
خود
کرده به ماڼې کا له نورو ولې
ده پخپله پخپل ځان کړې لمبې بلې
که
مقصود به رسيده په عنايت شي
ولې نه بويه سستي له سعې ځلې
يو
زه نه يم چې فرياد کړم ستا له جوره
ستا له جوره د عالم سينې دي جلې
د
عاشق کمال سوختن دی ډېر ښه وشول
چې په تنګ د عشق په اور شو جلې بلې
په
وصال یې یا نصيب څوک مشرف شي
د ګړۍ پسې وُختلې تلې
شيخه!
نور زما توبه ياري به نه کړم
په دعاو که يار بيامومم دا ځلې
د
موندو وسواس یې مه کوه طالبه!
که دې پښې د طلب نه دي دواړه شلې
په دوه کوَنه به سُرخرو عبدالقادر شي
که یې وینې شي د يار له لاسه تلې