...

عبدالقادر خان خټک

نه پوهيږم چې په څه دې زړه ازار دی
 چې دا هسې خپل پردی له ما نه زار دی

زه دې ډېره جفا وړم درباندې سپک شوم
 ګڼه کوم سړی له ما نه وفادار دی

وې یې «نن به آزمایش کوم د نورو»
 ښه حاضر جواب مې کړ «بنده تيار دی»

له پتنګه محبت د شمعې ډېر دی
 چې اول یې په زړه بل د مينې نار دی

په رښتيا ویل دلګير، په دروغ خوښ وي
 همېشه د منافق سړي دا کار دی

مومن ځکه مقام نه کا ترې تيريږي
 دنيا پل د آخرت دار القرار دی

ننداره مې د جهان د چمن وکړه
 په هر دَم په چا خزان په چا بهار دی

هيڅ پروا نه کړم له چا عبدالقادره!

 په ښکاره نارې وهم فلانی مې يار دی