...

عبدالقادر خان خټک

چې دا هسې هوښياري کړې مجنون نه یې
 لا په مخ د ښایسته وو مفتون نه یې

بيا به نه مومي وصال د الف قدو
 چې په مينه کې یې خم لکه نون نه یې

ستا په سترګو مې سوګند دی خپله ياره
 چې يو دَم مې له خاطره بېرون نه یې

د رقيب ویل اثر درباندې وکړ
 مهربانه نن په شان د پرون نه یې

عاشق شوی په چا نه یې معلومېږې
 چې په غم د عاشقانو محزون نه یې

په جذبه مې د عشق وڅکولی ځان ته
 ما موندلی په تعويذ په افسون نه یې

څو سختي د زړه لرې عبدالقادره!

 هومره تاو د عشق له غمه ځنې ستون نه یې