...

عبدالقادر خان خټک

بېهوده د چا په چا باندې های های دی
 په خپل ځان که ژړا کا د ژړا ځای دی

ګذشته عمر همه په لهو تېر شه
 آینده که په دا شان ځي زما وای دی

که دې جاه که دې دولت که زويه وروڼه
 زړه پرې مه تړه عاقله تش نمای دی

محبت د مولا کړه، مولا باقي دی
 په فاني چې محبت کاندې کج رای دی

نن سحر صبا بلبل ته نصيحت کړ
 هغه ګل ور پسې غواړه چې ډېر پای دی

د هوا په اس سواره، په فهم درومه
 په دا لار به هاتي نښلي هسې لای دی

لاف د خدایۍ د بندګي کړې، محکوم نور و
 د هر چا چې حکم وړي هغه دې خدای دی

که یې شپږ اقلیمه وي، چې اووم غواړي
 د هغه ته بادشاه مه وايه ګدای دی

د هما د سيوري څه پرواه لرينه
 چې قانع پخپل قسمت شه خود همای دی

د هغه شاهسوار پې وړه عبد القادره!

 چې د اس یې د افلاک د پاسه پای دی