...

عبدالقادر خان خټک

نن په درست جهان کې غوره يار زما دی
 په ديدن یې سرښندنه کار زما دی

د خزان وېره یې نشته تل تازه وي
 کښلی مخ یې همېشه بهار زما دی

په وار وار نورو پيالې د میېو نوش کړې
 ساقي اوس یې و ما راکړه وار زما دی

ویې مه شلوې زما له غاړې خدايه
 د خپل يار د زلفو تار زِنار زما دی

د هر چا په ګردن پروت د مينې بار دی
 تر همه واړو چې دروند دی بار زما دی

چې يو دَم مې له خاطره نه بيليږي
 لا دې تا نه دې تا غم غمخوار زما دی

درسته شپه یې عشق بازي کوم له درده
 په دا څه شوکه جدا نګار زما دی

که دسته د ګلو راکړي هم به خار شي
 په ازل چې نصيب شوی خار زما دی

ښایسته لکه ګلونه د سپرلي دي
 پرې همېش لکه بلبل چيغار زما دی

عاشقان به د پتنګ غوندې پرې سوزي
 په معنی کې سرې لمبې اشعار زما دي

که کرم راباندې کا عبد القادر يم

 غم یې نشته که حباب کا زار زما دی