...

عبدالقادر خان خټک

مخ دې کله نمر دی، تر نسبت یې نمر مثال دی
 څوک به هسې وایي، چې نمر ستا د مخ مثال دی

های خدای د پاره يو دم مه درومه له ما نه
 يو زمان بېلتون دې په ما خوار بېلتون د کال دی

سخت وي په سړي باندې نزدې هجران تر لرې
 يار چې ليده نشي تر دکنه تير دېوال دی

خلاص یې له يوه جنجاله نه وم بل را واخلي
 هر زمان له ما سره په سل رنګه جنجال دی

وایي چې وبال دی چې نظره وکا ښه مخ ته
 ما په دواړو سترګو قبول کړی دا وبال دی

حسن يو اثر دی چې په مخ کې د چا وشي
 نه چې کړه وړه ښه لري هغه صاحب جمال دی

دم که مې همدم دی هيڅ پکار زما رانغی
 لږ چې د لاسه مې د خاطر کا د يار خيال دی

څه برکتناک دی د عشق خُم ورته حيران يم
 څو خلق پرې مست شه دی لا هسې مالا مال دی

هر چې سوخته ګان دي په خاطر به یې لګيږي
 اور مې د سينې چې سر وهلی تر مقال دی

زړه لري توانګر عبدالقادر تر بادشاهانو

 څه شو که په کور کې دنيا نه لري کنګال دی