...

عبدالقادر خان خټک

صدقه شمه ساقي ستا تر پيالې
 چې دې خلاص کړم د جهان له کشالې

چې ډېر ډېر د جدایۍ له غمه ژاړم
 په رخسارو کې مې سازې شوې نالې

په يارۍ کې به هاله صادق باله شي
 که تر مرګه د يارۍ پت وپالې

يار هغه چې په محنت کې ياري وکا
 ډېر ياران دي په ساعت د نوالې

محبت د عاشقانو عظيم کوټ دی
 پروانه کا د پېغور له اټالې

ساحران یې د چشمانو دين ايمان وړي
 سحرګر که زړونه وړي د بنګالې

په ښکاره نارې وهه عبدالقادره!

 په خاطر کې به څو غم د عشق ګالې