...

عبدالقادر خان خټک

مخ په بيدي بيديا وينو ژړلی
 د صحرا د ونو پاڼې پټ خوړلی

چې له دوره د څښتن ورتلې بل لور ته
 لکه سپی په کاڼو لوټو یې شړلی

د جهان په خوږو هيڅ غرض مه وی
 کل ترخه مې د خوږو غوندې نغرلی

د حرص د سپي غاښ مات په قناعت شوی
 په زنځير یې بيا د صبر و تړلی

عاقبت به هر بادشاه په ايرو پريوځي
 که ملنګ وي په سپېرو ايرو لړلی

په مانوم د بادشاهۍ مه وی پورې
 خوشامد مې مه کړې چا، تل یې زيرلی

هر ظالم به د دوزخ په اور کې ويني
 لکه سپی په زنځيرونو څکړلی

هرکاره به بهادر شاه چيری خبر کا

 حال عبد القادره مه وايه سپړلی