...

عبدالقادر خان خټک

په وار وار یې په هر چا وکړې بازیې
 د جهان په ورکړه هيڅوک مه نازیې

په آخر به یې له تاسو غليمان وړي
 په خپل لاس یې په خپلوانو وبازیې

د اخلاص اميد هيچا ته پاتو نه شو
 آشنایي ده اوس همه مهمازیې

بې هوده ګيله مندي کا له آسمانه
 جهان ډوب کړ د غمازو غمازیې

سرفراز یې سرنګون درومي په ښکته
 را ښکاره شوې د دنيا سرفرازیې

په معنی کې مرګ یې نشته تل ژوندون دی
 د هغو چې پاتو شي نيک آوازیې

ګوره څرنګ ناز بردار د خاص و عام شول
 چې یې تل کول کبرونه طنازیې

له اوله بلبل باز وي اوس باز باز شوې

 عمر لاړ عبد القادره په بازیې