...

عبدالقادر خان خټک

پښې بربنډې سر بربنډ ګرېوان پاره وي
 په طلب یې په ملکونو آواره وي

په ستنه شوې د دنيا له کاروباره
 ناګڼلی، نا شميرلی، هيڅ کاره وي

له دې عقله هيڅ فایده حاصله نه شوه
 لا يعقل د ليونيو په شماره وي

د اشنا د غم په سيند کې مې شهنا کړي
 د جهان د هوسونو کناره وي

د عالم په نيک و بد غرض نه وي
 بې جوابه بې حجته بې چاره وي

په هر ځای چې کښلي دي عبد القادره!

 په حيرت یې د جمال په ننداره وي