...

عبدالقادر خان خټک

ته چې زلفې په رخسارو خوروې
 در پوهيږم جهان خور ما خوروې

چې دې واغوستې د خيال جامې ګلګونې
 خپل میېن په سرو لیمو نسکوروې

زرکې! سر زما د يار په قدم کېږده
 که خوبي یې له رفتاره پوروې

هغه مخ چې د وصال په غوړو غوړ وي
 د هجران په تاو یې ولې سپوروې

که د عشق په تور مې ووژني راضي يم
 زما عشق د سر په وېره نوره وې

سپين غاښونه په خندا را لره راشه
 که به مخ د رقيبانو توروې

بس دی يو د آشنا غم عبدالقادر ته

 نور غمونه باندې څه ټنډوروې