...

عبدالقادر خان خټک

د اجل راتله سړي ته بغتتةً دي
 ناګهانه بيليدل د روح او تن دي

ګوندې وي چې بیا سره يوځای شو
 په هغو زمونږ سلام چې په وطن دي

په صبا به یې باد ګوره چېرته يوسي
 دا ګلونه چې نن ورځ په شګفتن دي

دا خندا ژړا مې خوی د ليوني دی
 چې هوښيار دي همېشه په ګريستن دي

هر ګدای چې آزاره وي ترې قربان شه
 بادشاهان د روم د هند که د ختن دي

ماتول د بُت آسان دي، مردان کوم دي
 چې مشغول د خپل وجود په شکستن دي

نن نسيم عبدالقادر ته سحر ووې

 بوی یې اخله دا ګلونه په رفتن دي