

عبدالقادر خان خټک
که
هر څو یې د دنيا دولت ډيريږي
څه په کار چې بقا نه لري تيريږي
بادشاهي د اورنګزيب و آزاده ته
چې تل نه وي په خنړي نه پيريږي
چې
يو دم مې له خاطره جدا نه و
دَم په دَم مې اوس هغه ياران هيريږي
عجب
وار د کورکي بيا د ځوانۍ وو
په پيري مې اوس دا دواړه ارمانيږي
تللی
عمر هرګز نه راځي په بيارته
که د اوښکو په ځای تل وينې بهيږي
هر
عاشق چې وېره کاندي له پېغوره
تر هغه دې ډېر غمونه چاپيريږي
د
ګردش ناوک مې هسې په ځان لک دی
چې یې زخم په دارو هم نه رغيږي
و
نااهلو ته وفا د يار جفا شي
چې په لږ تغير له ياره نه سيريږي
بوالهوس دې د وصال ته طمع نه کا
چې په عشق کې به په سر و مال ويريږي
که
هغه وار و، که دا عبد القادره!
ننداره کوه چې څرنګه تيريږي
سرلويې د عاشق ده عبد القادره!
چې د يار په غم کې شپه او ورځ زيريږي