

عبدالقادر خان خټک
ګوره
بيا زما تر څنګ لا کله کيني
چې په ناسته مې یې غم له دله کيني
چې
خندا کا په فرياد د فراق ژنو
کشکې دی په اور کې تل تر تله کيني
يو
يو بوټی د ګل بويه په چمن کې
چې په ښاخ به یې شيدا بلبله کيني
همه
واړه ستا د مخ ثنا صفت کا
په هر ځای چې کښلي يو تر بله کيني
له
ادبه درته نه وایم چې مه ځه
ښایسته پخپله ځي پخپله کيني
هوډيالی
دی چې یې کېنوم ولاړ شي
چې په وخت د ناستې وایم، څمله، کيني
له وصاله دې محروم عبد القادر شه
که بې تا له بله مينه په زړه کيني