

عبدالقادر خان خټک
چې
له مخه یې افتاب ماهتاب رخشان دي
په جهان کې څوک زما د يار په شان دي؟
جمعيت
یې د خاطر په ليده ستا شي
په دا طمع درته جمع څو پريشان دي
چې
یې څوک په کوڅه تېر شي ليونی شي
شيخه! مه ځه په دا لار پرې وشان دي
نه
يوازې دواړه زلفې زړه را کاږي
د کاکل ويښته یې لا خاطر کشان دي
د
راحت ښيښی به تشې عاقبت کا
هغه څوک چې د محنت جرعه چشان دي
چې
په تش کاته یې مس د وجود زر شي
درويشان دي درويشان دي درويشان دي
له
آفته به دلې هورې خلاص نه وي
چې بد ګوی، آزار رسان، بدانديشان وي
خود
پرست د يار له وصله بيګانه وي
له خودی یې بيګانه د ده خويشان دي
آفرين عبد القادر په ګفتار ستا
چې له شعره دې د عشق دُر افشان دي