...

عبدالقادر خان خټک

چې په زړه باندې یې وا د عرفان باب شي
 دا جهان به یې تر فهمه يو سراب شي

د وحدت درياب به ويني ښکته پورته
 خپل وجود به ور ښکاره لکه حباب شي

د خودي یې باد چې وباسي له سره
 د حباب نامه یې لاړه شي درياب شي

څو وجود د ذرې شته هومره ذره ده
 خو چې محوه خپل وجود کاندي آفتاب شي

د هستۍ یې نوم هاله ورباندې ښایي
 آمیخته چې له محيط سره سيلاب شي

د عنصر د چار ديواله چې راووځي
 آرويده ليده یې واړه بې حجاب شي

و هر لوري ته چې مخ کا نمونځ یې کيږي
 چې قبله یې د يار مخ، وروځې محراب شي

په ځمبل د سترګو ځي تر شرقه غربه
 تر نظر د عارفانو تله شتاب شي

خپل هله د يار شي عبدالقادره!

 که په تا باندې یې يو مهر عتاب شي