

عبدالقادر خان خټک
که
فلک لکه آسيا دانه یې سَر شي
عارف نه دی چې یې زړه کې لر بر شي
که اسمان د ممسک مزکه نس شي
وابسته یې مخلوقات د بحر و بر شي
په
زر کاله یې ژوندون دی ګمان مه کړه
چې پکې د توکل څښتن مضطر شي
خاوری
زر چې ورته يو شي له غه پسه
په کاته یې کاڼي بوټي واړه زر شي
که
اصلي فقير د سيوري په سر وکا
هست و نيست به درته واړه برابر شي
چې
خپل ځان د تلې خاورې د ګدایې کړه
د پله خاورې یې په قدر تر عنبر شي
چې
خپل ځان تر چراغ ځار کا بيا وسوزي
کوم ملخ به د پتنګ تر ځایه ورشي
د
زاهد مشرب جدا د رند جدا دی
له ماهي به کله کار د سمندر شي
هله لاف د مينې کا عبد القادره!
چې ترخه د يار په تا شهدو شکر شي