...

عبدالقادر خان خټک

بيا مې شي زاړه زخمونه په زړه نوي
 چې د يار په بورجل رایشمه يار نه وي

حال که وايم و عالم ته منصوريږم
 که یې پټ ساتم په زړه کې، زړه مې چوي

د عالم له وېرې آه وکښلی نه شم
 په ګوګل کې مې دننه وچ شول لوي

په صحت یې نارضا په درد بې صبره
 د دې هسې رنګ زحمت دارو به څه وي؟

فرهاد غر په عشق کې کند زه صورت کنم
 و منصف ته به زما زياتی تر ده وي

ده که يار ته وله جوړه د شودو کړه
 تل روان د وينو رود زما د زړه وي

چرې نه وي رنګ یې هېر کړم په هجران کې
 په وصال کې به مې ځير يار ته کاته وي

ستا د سترګو خيال پرې ووري ځکه ژاړم
 نرګس تل تر و تازه وي چې اوبه وي

په پريښول به د جهان له غمه خلاص شي
 خلاصېدل د غاښ له درده په وکښه وي

وبه وينې د يار مخ عبدالقادره!

 که دې تل ورپسې دواړه ليمه سره وي