

عبدالقادر خان خټک
ساقي!
مۍ بويه چې وي پرتګالي
خواه پياله وي مرصع خواه سفالي
علامت
د يار د ډېرې مينې درد دی
روغ دې نه کا له دردمند سره سيالي
مقدم
په ډکېدل خالي کېدل دي
ډک هغه شي چې له زړه کا ځان خالي
په
يوځل په هل وهل کا مزکه سازه
د اميد تخم هله کزي مالي
آشنایي
کول اسان دي پت یې ګران دی
يو يو مرد د آشنايي پت پالي
عاقبت
به ته هم راشې زما ځای ته
که په مزکه يمه پروت ته په نهالي
شپه او ورځ عبد القادر په جدایي کې
دواړه سترګې کړې اوږدې پشکالې