...

عبدالقادر خان خټک

بوی یې نه ځي له خبرو د بهي
 چې تشبيه د يار د زنې کابهي

لاس مې ور ونيسه په لاس کې، لاس دې مات شه
 چې پرې ونه شي زخمونه دپهي

د دنيا څربښت اماس دی و دانا ته
 و ناپوه ورته ښکاريږي فربهي

مشتاقان کله تميز د نيک او بد کا
 که صاف نشته ساقي را میې تهي

په اميد د خپل مخدوم د ستاري
 واقع کيږي له خادمه کوتاهي

امتياز یې له سپين مخ له خاورو نه شي
 چې یې نه پرېښو لږ ګرد په يک تهي

که یې ډوب کا په درياب کې تش به ووځي
 چې ګړۍ یې له ازله شوتهي

هغه يار چې آسمان نه شه اخستلی

 په کوم زور به یې عبدالقادر سهي