

عبدالقادر خان خټک
په
طلب یې چې د تندي وچ شي کومي
غم دې نه کا د حيات اوبه به مومي
د
طلب مصلی ډېرو پسې لنګ کړې
ګوره کوم به د دلبرو شونډې چُومي
چې
تلخي یې د هجران کړه په ځان تېره
هم هغه به یې د وصل پياله شومي
څښه
څښوه شراب ساقي بيا به ارمان کړې
عندليب نارې وهي چې بهار دُرومي
معشوقې
وژلې مړه نه دي ژوندي دي
په دا تشه نامه څه شو که مړه نومي
جدا شوې چې له يار عبد القادر دی
په هيڅ رنګ یې اوبه نه درومي تر کومي