

عبدالقادر خان خټک
چې
پيدا وي له يوې قطرې مني
ورته نه ښایي چې کا کبر مني
چې
خلقت یې د صورت له خاورو شوی
په هر حال دې خاکساري کا که مني
د
خزانه به نه ګل د صحرا خلاص شي
نه به پاتو شي ګلونه چمني
په
نازک بدن یې خت د ململ څرخي
زما يار ته جامې بويه سمني
تنګه
خوله یې ښایسته، حلقه د ګوتې
دواړه لب یې نګيني دی يمني
ته
چې هسې زعفراني جامې اغوندي
ژر به کړې د يار څهره کورکمني
ستا جهاد ته یې هم ستا نفس پيدا کړه
که یې کړې عبدالقادره دښمني