...

عبدالقادر خان خټک

که ښيرې کا که ښکنځلې هر چې وایي
 هيڅ مه وايه ښایسته ده، باندې ښایي

د بهار په وخت هم دا وايه مطربه
 چې په کښليو مينه نه ښایې نه پایي

حلقې یې انتظار دي و دیدن ته
 ګوره مخ به دلبر کوم يوه ته نمایي

هر مارغه د دې چمن پخپله ژبه
 ستا ثنا کا ستا صفت کاندي تا ستایي

په دنيا به مينه څه عبدالقادر کا

 چې آخر یې خواه ناخواه ورځنی بيایي