

عبدالقادر خان خټک
که
په لعل او دُرو نور دولت مندان دي
لعل و دُر، زما د يار لب و دندان دي
د
همت سرکوزي نه کا و بادشاه ته
په جامه د ګدایۍ سربلندان دي
د
ساقي د پيالې قدر زاهد څه زده
چې په ګوټ یې سر و مال ښندي رِندان دي
چې
په حال د فراق ژنو نه نرميږي
هغه زړونه زړونه کله دي سندان دي
وایې
څو لرې په زړه زما داغونه
تر حساب تر شماره تېر چندان چندان دي
که
ساقي د پيالې دور بيا ګردان کا
په مجلس کې يو څو پاتو هوشمندان دي
چې دې طمع له چا شي عبدالقادره!
ته بنده شوې هغه ستا خداوندان دي